Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز په نښتو کې ٣٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز (پژواک، ٩ غويى ٩٤): د کندوز چارواکو په داسې حال کې د ٣٤ وسله والو مخالفينو د  مرګ ژوبلې خبر ورکوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي بې له ځنډه د عمليات پيلېدو غوښتنه کوي او وايي چې که عمليات ونه شي نو ولايت به له سقوط سره مخ شي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله د هغوى پر سنګرونو د ملي اردو د هاوان لګېدو او وسله والو نښتو په ترڅ کې اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې په دې پېښو کې ٢٥ وسله وال په چهادرې ولسوالۍ او د کندوز ښار په باغ شرکت او ٩ نورو ته د دغه ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دولت ١٣ وسله وال مخالفين په باغ شرکت سيمه کې د ملي اردو د هاوان لګېدو له امله وژل شوي او مړي يې د پېښې په ځاى کې پاتې دي.

هغه وويل چې ١٢ نور مخالفين هم د چهار درې ولسوالۍ په سرک بالا سيمه او قصاى کلي کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند په علي اباد کې د وژل شوو او ټپيانو شمېر ٩ تنه وښود او زياته يې کړه چې امکان لري د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې کچه له دې هم لوړه وي.

د حسيني په خبره، دا مرګ ژوبله له تېر مازديګر راهيسې اوښتې او د ځانګړې قطعې يو سرتېرى هم وژل شوى خو نورو ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.

خو کندوز اوسېدونکي له چارواکو غواړي چې بې له ځنډه چاڼيز عمليات پيل کړي.

د کندوز يوه اوسېدونکي محمدعمر پژواک ته وويل چې د دولت وسله وال مخالفين د ښار دروازو ته رسېدلي، خو دولتي ځواکونه غلي دي.

نوموړى چې د کندوز ښار په امام صاحب بندر کې د خوارکي توکو هټۍ لري، وايي چې تېره ورځ مازديګر د دولت وسله وال مخالفينو د کندوز ښار د شمال ختيځ په پنځه کيلومترۍ کې د حضرت سلطان په ورودي ځنځير او د ترافيکو پر مديت د يوه ساعت لپاره بريد وکړ او شېرخان بندر هم د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړل شوى و، خو امنيتي ځواکونه پر دې سربېره هم غلي دي..

هغه وويل چې د دولت وسله والو مخالفين هره ورځ د تخار-کندوز او کابل- شمال لويې لارې د خلکو پر مخ تړي چې له امله يې له زرګونو ستونزه سره مخ کېږي.

هغه اندېښنه څرګنده کړه چې که چېرې بېړنى اقدام ونه شي، کندوز به له سقوط سره مخ شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.