کندوز (پژواک ١٠ غويى ٩٤): د کورنيو چارو وزير کندوز ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي چې په شمالي ولايتونو کې روانه جګړه د هغو کسانو له لوري ترسره کېږي چې د هېواد اساسي قانون مني، خو خپلې شخصي ګټې پر ملي ګټو لوړې بولي.
نورالحق علومي دغه څرګندونې د کندوز له ښاره د ليدنې او د دغه ولايت له يو شمېر اوسېدونکو سره د ليدو پر مهال کړې دي.
نوموړي خلکو ته په خطاب کې وويل: "په کندوز کې د وسله والو مخالفينو د يرغليزو بريدونو او نا امنيو په زياتېدو سره به هېڅکله هم دغه ولايت سقوط ونه کړي، بلکې دولت به د دغو خلکو ټغر ور ټول او سيند ته به يې وغورځوي."
خو علومي د دغو نا امنيو د لامل په اړه داسې وويل: "د هېواد سوېل، دښمنانو خراب کړى او شمال بيا دوستانو خراب کړى دى."
د کورنيو چارو د وزير په وينا، په شمالي ولايتونو کې روانه جګړه د هغو کسانو له لوري کېږي چې د هېواد اساسي قانون مني، خو خپلې شخصي ګټې تر ملي ګټو مهمې بولي.
د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي د کومې ډلې او يا شخص د نوم له اخيستو پرته څرګنده کړه چې جګړه له کندهار، هلمند، زابل او غزني ولايتونو پيل شوې او په کندوز، بدخشان او بغلان ولايتونو کې به پاى ته ورسېږي.
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په دغه ولايت کې شاوخوا ٦ زره پوليس ځاى پر ځاى شوي او ډېر ژر به د دغه ولايت نا ارامې سيمې د وسله والو له شتونه پاکې کړي.
د کورنيو چارو وزير د وروستيو وسله والو بريدونو د عاملانو په اړه وويل: "کوم کسان چې بېګناه خلکو ته زيان اړوي او د وسلې ميل د خپلې ګټې لپاره کاروي او په هېواد کې ډار او دهشت خپروي، په خاورو او وينو به يې ولړو."
د کندوز والي محمدعمر ساپي هم وويل چې له پرون راهيسې امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې ډېرى سيمې بېرته نيولې او وسله وال مخالفين يې پر شا تنبولي دي.
نوموړي له خلکو هم وغوښتل، څو په دې برخه کې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د کورنيو چارو وزير په شمال کې روانه جګړه او نا امني په داسې حال کې په نورو ډلو پورې تړي چې تېره جمعه د دغه ولايت په يو شمېر دولتي ودانيو باندې وسله والو کسانو ډېر بريدونه ترسره کړل.
د دغو بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى، خو ورته مهال يو شمېر دولتي او نړيوالو سرچينو په دغه ولايت کې روانه جګړه په داعش او ځينو نورو وسله والو ډلو پورې تړلې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP