غزني (پژواک، ۱۰ غويى ۹۴): په غزني کې د ابونصر مشکان ټولنې او کتابتون له لوري د کتابونو پنځه ورځنى لوى نندارتون جوړ شو.
د نندارتون سمبالوونکی فداکار وايي چې په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
فداکار زياته کړه: ((په غزني کې تر اوسه داسې نندارتون نه دی جوړ شوی، که څه هم لسګونه عنوانه نوي کتابونه چاپ شوي، خو خلک ورته لاسرسی نه لرې.))
د هغه په خبره، په نندارتون کې يې علمې، فرهنګې، څېړنيز، سياسي، ټولنيز، ديني، تاريخي، او بېلابېل نور کتابونه نندارې ته اېښي دي.
هغه وويل چې په غزني کې کتاب لوستنه ډېر دود نه ده او اوسمهال په خلکو کې دغه فرهنګ د له منځه تلو په حال کى دى.
فداکار وايي چې ابونصر مشکان کتابتون او ټولنه په پام کې لري چې په راتلونکي کې هم ورته نندارتونونه جوړکړي، څو د غزني خلک ورنه ګټه پورته کړي.
دغه نندارتون ته د غزني له ډېرى کتابتونونو نوي کتابونه راوړل شوي او تر پنځو ورځو به د مينه والو پر مخ پرانيستى وي.
هغه وويل، هر څوک کولى شي د خپلې خوښې کتابونه ولولي او خپل معلومات ورنه واخلي او د دې تر څنګ د خپلې خوښې وړ کتاب په ۵۰ سلنه کمښت سره وپېري.
په غزني کې ليکوال او ژورنالېست اسدالله جلالزي د داسې نندارتونونو پر جوړېدو خوښې څرګنده کړه او زياته يې کړه چې له دې مخکې په غزني کې په دې ډول نندارتون نه و جوړ شوى.
جلالزي هم وويل چې په غزني کې له مطالعې سره د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو مينه کمه ده.
نوموړي زياته کړه: "په دې کار سره ځوانان نور هم تشويقيږي چې مطالعه وکړي او خپلې ستونزې په اسانۍ سره هوارې کړي، بايد دا ډول کارونه دود شي نه نمايشي."
علي رضا چې د غزني پوهنتون محصل دى وايي چې د کتابونه نندارتون له دوى سره مرسته کوي چې د خپلې اړتيا وړ کتابونه په کې ومومي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP