Language

پل علم،ترينکوټ (پژواک١١غويى٩٤): په لوګر کې دوه جسدونه وموندل شول او په اروزګان کې يو قومي مشر د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالوکيل حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې موندل  شوي دواړه  جسدونه د دې ولسوالۍ د مُغل خېلو د سيمې د اوسېدونکو دي.

هغه زياته کړه : (( په دوى کې يوه تن  يې بلدوزر درلود او هغه  بل  تن ورسره کار کاوه، پرون ورته چا له پل علم څخه  زنګ وهلى چې را دې شي او له  موږ سره دې کار وکړي، دوى چې هلته تللي، نيولي يې دي او نن يې په يوه باغچه کې جسدونه پيدا شول.))

د حقيار په وينا ، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د محمد اغې ولسوالۍ د مُغل خېلو سيمې يوه اوسېدونکي او د وژل شوو کسانو خپل، حبيب الرحمن وايي چې يرغمل کوونکو تېره شپه د وژل شوو کسانو کورنيو ته زنګ وهلى او د سل زره امريکايي ډالرو غوښتنه يې ترې کړې وه.

هغه زياته کړه : ((د کورنۍ اقتصاد يې ښه نه و، پيسې يې ورنه کړې هغوى هم دواړه ووژل.))

دغه راز د اروزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو د حاجي محمد اخلاص په نوم يو قومي مشر تېره ورځ وژلى دى .

د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن نورزي د اخلاص وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل  چې په اړه يې پلټنې روانې دي .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.