Language

سادات: دښمنانو ته په شمال کې ځاى نشته

مزارشريف (پژواک، ١٢ غويى ٩٤): د بلخ نوي امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات وايي، دښمن به پرې نه ږدي چې د افغانستان په شمال کې جګړه روانه وساتي.

پاسوال سيد کمال سادات د غويي په ۱۲مه له کابل د راغلي رسمي پلاوي له خوا د يوې غونډې له لارې د بلخ د امنيه قوماندان په توګه د دغه ولايت دولتي او امنيتي چارواکو او خلکو ته معرفي شو.

په ياده غونډه کې له کابله د راغلي پلاوي تر څنګ د بلخ ولايت مقام مرستيال، امنيتي او دولتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو او د قومي مشرانو تر څنګ د مدني ټولنې فعالانو هم برخه اخيستې وه.

پاسوال سيد کمال سادات غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د بلخ لپاره د امنيه قوماندان په توګه پر ګومارنې خوښ دی.

نوموړي د ياد ولايت امنيتي حالت ډاډمن وباله او زياته يې کړه چې هڅه کوي دغه حالت همداسې خوندي وساتي.

د هغه په وينا، دښمن د ظالمانه هڅو کوښښ کوي؛ نو دوی به يې هم پر وړاندې ظالمانه حرکت وکړي.

پاسوال سادات وويل، دښمن هڅه کوله چې د جګړې اور د سوېل تر څنګ د افغانستان په شمال کې هم ګرم وساتي خو پاتې په کې راغی.

نوموړي د کندوز پېښو ته په اشارې سره زياته کړه، دښمن د دې وس نه لري چې د افغانستان په شمال کې جګړه پر مخ يوسي.

د هغه په وينا، د جګړې ټولو باريکيو ته يې پام دی او دښمن ته به اجازه ورنه کړي چې بلخ او يا هم د بلخ له لارې د افغانستان شمال ته ګواښ پېښ کړي.

پاسوال سادات وويل چې په ټولو امنيتي چارو کې د خلکو ملاتړ ته جدي اړتيا لري.

د هغه په وينا، هڅه به وکړي چې د ښار تر څنګ د بلخ د ولسواليو د امنيت لپاره هم جدي هڅې وکړي.

د بلخ د امنيت امر او پخواني سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري وويل چې بلخ ته هر راغلي قوماندان په خپل ځای کې ښه کار کړی دی.

login or register a new account.

Related Topics