کندهار (پژواک ١٢ غويى ٩٤): کندهار مېشتو روغتياپالانو او ډاکټر انو د يوې غونډې په جوړولو د دې ولايت د عامې روغتيا پر رييس شوى بريد وغانده او دا يې پر روغتيايي خدماتو بريد وباله.
د کندهار د عامې روغتيا پر رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د غويي په ٧مه، د ماښام په ٨:٣٠ بجې په داسې حال کې چې هغه له خپل کار ځاى څخه د کور پر خوا روان و، د ناپېژاندو کسانو له خوا وسله وال بريد وشو، چې هغه په کې پر لاس او پښه ټپي شو.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د کندهار د شخصي روغتونونو ډاکټرانو، د پوهنتونونو استادانو، روغتيايي کارکوونکو او لسګونو نورو کسانو ګډون کړى وو.
د کندهار د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر جبار وويل، حکومت بايد د دې پېښې جدي څېړنه وکړي او عاملين يې بايد ونيول شي.
هغه زياته کړه، پر پخلا بريد د ښار په ګڼ مېشته سيمه کې شوى، د دې معنا دا ده چې امنيتي ځواکونه د خلکو د ژوند په ساتلو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي د روغتيا په برخه کې د پخلا هڅې وستايلې او ويې ويل، چې هغه له تېرو اتو کلونو راهيسې په کندهار کې د روغتيا په برخه کې ګڼې اسانتياوې او خدمات وړاندې کړي دي.
هغه پر ښکېلو خواوو غږ وکړ، چې ډاکټر له کوم توپير پرته د انساني ژوند د بقا لپاره کار کوي او په هېڅ سياسي اړخ پورې تړاو نه لري؛ په کار ده د هغوى ژوند ته پاملرنه وشي.
په کندهار کې د درملي خدماتو د ټولنې مشر حاجي رحم الدين اغا وويل، چې دغه راز بريدونه د ټولو اسلامي، ملي، مدني او بشري کړنو خلاف عمل دی.
هغه زياته کړه، ډاکټران هر وخت، په هر ځای کې د هر چا درملنه کوي او له هېچا سره کومه دښمني نه لري.
غونډې ته يو شمېر ډاکټرانو په خپلو ويناوو کې وويل، چې غوښتل يې د دې پېښې په غبرګون کې ټول روغتيايي خدمات وځنډوي، خو دغه کار يې د عامې روغتيا د رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په غوښتنه و نه کړ.
د کندهار د ميرويس روغتون سرطبيب ډاکټر محمد داوود فرهاد وويل، چې له روغتيايي کارکوونکو سره هېڅوک کومه دښمني نه لري، ځکه نو دا کار د هغو کسانو دی، چې مالي ګټې يې په خطر کې دي.
هغه زياته کړه، ډاکټر عبدالقيوم پخلا د انساني ژوند د ساتلو په موخه تل د روغتيا په برخه کې د ناقانونه کړنو خلاف هڅې کړي، د بې کيفيته درملو مخنيوى يې کړى او د روغتيايي خدماتو د معياري کېدو لپاره يې کار کړى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP