پل علم (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): د لوګر د ښځو چارو رياست مالي او اداري مدير د وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې شيما زرګر د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د بره کي برک ولسوالۍ د کلاى سيدان په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغې زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د دغه رياست مالي او اداري مسوول سيد نظراب شاه له کوره ايستلى او بيا يې د کور مخې ته پر ډزو وژلى دى.
د نوموړې په وينا، نظراب شاه له تېرو لسو کلونو راهيسې په دغه رياست کې دنده ترسره کوله.
د بره کي برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين هم د نوموړي وژنه تاييد کړه او ويې ويل چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د عزت الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې وژل شوى مدير سپين ږيرى سړى و، خو په دې نه پوهېږي چې د چا له خوا وژل شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP