Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه په جګړه کې طالبانو، اردو او مُلکی کسانو ته تلفات اوښتي

فراه(پژواک،١٤غويى۹۴): د فراه د مرکز او بالابلوک ولسوالۍ په جګړه کې اردو، طالبانو او مُلکي کسانو ته تلفات اوښتي؛ او طالبانو له ۳۰۳ موټر څخه دوه مسافر تښولي دي.

د فراه والي محمد اصف ننګ نن مايګرپژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار ۵ بجې زيات شمېر طالبانو د فراه د مرکز شمالګا، سور او شوراب کنسک، او دهک او د بالابلوک ولسوالۍ پر ګراني، ګنج اباد او شيوان سيمو بريدونه وکړل.

ده زياته کړه، چې جګړه سخته روانه وه ،خو د امنيتي ځواکونو په ځانګړي توګه بيا د اردو په واسطه طالبان د مازيګر پر ۴ بجو په شا وتمبول شول او جګړه ختمه شوه.

ننګ وايي، چې په دې جګړه کې د ملي اردو د اووم کنډک  قوماندان سلطان محمد او د اردو يو عسکر وژل شوي.

 دفراه والي وويل، چې د جګړې پر مهال د شوراب په کلي کې پر يو کور د طالبانو له خوا توغندى ولګېد ،چې په ترڅ کې يې يو ماشوم هلک وژل شوى.

دده په خبره، په دې جګړه کې کم تر کمه  ۹ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

ننګ زياته کړه، چې نن سهار وختي د دې جګړه تر پيلېدو مخکې طالبانو د سور په سيمه کې د فراه -فراه رود پر لويې لارې د سپرلۍ له ۳۰۳ موټر څخه دوه تنه مُلکي کسان هم  تښتولي دي.

د فراه والي وايي هڅه روانه ده چې تښتول شوي کسان خوشې شي.

طالبانو تر اوسه  په دې اړه څه نه دي ويلي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.