لښکرګاه (پژواک، ١٤ غويى ٩٤):سيمه ييز چارواکي وايي،چې وسله والو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي امنيت يوه ښځينه کار کوونکې وژلې ده، خو ملي امنيت وايي، چې ياده ښځه ددې رياست کارکونکې نه وه.
د ګرشک ولسوال محمدفهيم موسى زي د غويي په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل چې پرون ماښام وسله والو موټرسايکل سپرو د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د اپو په نوم د ملي امنيت يوه کار کوونکې ووژله.
هغه زياته کړه چې د ملي امنيت ياده کارکوونکې لومړى د لاس په برخه کې ټپي شوې وه خو وروسته له وسله والو سره د لاس اچولو پر مهال هغوى ډزې پرې کړې او وژلې يې ده.
ده وويل چې پوليس د پېښې ځاى ته ورغلل، خو وسله وال په تېښته بريالي شوي وو.
موسى زي زياته کړه چې اپو ٤٥ کلنه وه او له اتو کلونو راهيسې يې په ملي امنيت کې دنده ترسره کوله.
خو د هلمند د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې ياده ښځه ددې رياست کارکوونکې نه وه.
د ګرشک يوه اوسېدونکي عصمت پژواک ته وويل، ياده مېرمن په داسې حال کې وژل شوې چې ماښام و او د بازار ډېرى هټۍ تړلې وې.
پژواک هڅه وکړه چې په کابل کې د ملي امنيت رياست له مطبوعاتي دفتره په دې اړه نظر واخلي خو بريالى نه شو.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.
د يادونې، له دې مخکې هم په بېلابېلو پېښو کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې درې ښځينه پوليس افسرانې وژل شوې دي.
ګرشک د هلمند له مرکزه شاوخوا ٤٠ کيلومتره لرې شمال لور ته د کابل –هرات پر لويه لاره پرته ولسوالۍ ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن