Language

بلخ کې يو ماشوم له تښتوونکو وژغورل شو

مزارشريف- کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): چارواکي وايي چې د ملي امنيت کار کوونکو درې انسان تښتوونکي نيولي او له هغوى يې يو ماشوم هم ژغورلى دى.

د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد د غويي په ١٦مه د ملي امنيت په رياست کې خبريالانو ته وويل چې ياد ماشوم تېره اوونۍ له بلخ ولسوالۍ تښتول شوى و.

هغه زياته کړه چې تښتوونکو د هغه له کورنۍ ١٥٠ زره امريکايي ډالر غوښتي وو، خو د ملي امنيت د موظفينو د هلو ځلو په پايله کې ماشوم ترلاسه او نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د فرهاد په وينا، ملي امنيت د ياد ماشوم د تښتوونې په تور درې تنه نيولي او اوس تر پوښتنو لاندې دي.

دى وايي چې دغه ماشوم د بلخ ولسوالۍ د يوه کروندګر زوى دى.

بلخوا په کابل کې د ملي امنيت د عمومي رياست له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې منسوبينو يې په کندهار ولايت کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ١٥ کلاشينکوفونه له دوو کسانو سره نيولي دي.

login or register a new account.

Related Topics