غزني (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): په غزني ولايت کې د ماين چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند شفيق ننګ د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې په ده يک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د ده يک ولسوال کريم الله ټولواک پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د ولسوالۍ د سليمانزو په سيمه کې پر هغه فلاينکوچ موټر شوې چې له ولسوالۍ د غزني ښار ته پر لاره و.
دى وايي چې په چاودنه کې دواړه وژل شوي کسان ماشومان دي او ټپيان لويان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
ولسوال وويل چې دا چاودنه د وسله والو مخالفينو له خوا شوې، خو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څه موده مخکې د دغه ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله ١٢ ملکي وګړي وژل شوي وو.
login or register a new account.