Language

په زابل کې د ٣٥ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

کلات ( پژواک، ١٦ غويى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د عملياتو پر مهال ٦٠ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په وينا، دغه عمليات چې په لومړيو کې يې موخه د خاک افغان ولسوالۍ نيول او د ۳۱  تښتول شويو مسافرو ژغورل ښودل شوي و تر ډېره د زابل په مرکز کلات او شاه جوى ولسواليو کې دوام لري .

د  زابل سرپرست والي اشرف ناصري وايي چې له تېرې ورځې راهيسې د شاه جوى ولسوالۍ د سرخګانو او قدير کلي او د کلات اړوند د ملايانو په سيمه کې عمليات روان دي .

هغه د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې عملياتو پر مهال له وسله والو طالبانو سره جګړې هم شوي  چې په ترڅ کې يې ۳۵ وسله وال وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي .

د ناصري په خبره، په وژل شويو کسانو کې ۱۸ تنه د وزيرستان او ۶ د طالبانو سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي .

دده په خبره، په جګړو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي او وايي چې پر مهال يې يواځې د دوى پنځه ملګري ټپيان شوي دي .

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې له دوو ورځو راهيسې په يادو سيمو کې ګڼ شمير افغان ځواکونه د دوى له خوا محاصره دي او تر اوسه يې ورڅخه نهه سرتېري وژلي دي .

د زابل چارواکي په داسې حال کې ۶۰ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي چې دوه ورځې وړاندې هم په شاه جوى او سيوري ولسواليو کې د ۲۶ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.