ښرنه (پژواک، ١٥ غويى ٩٤): د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ د څلورو قومونو تر منځ د ځنګله پر سر ۷۰ کلنه شخړه د حکومتي چارواکي او قومي مشرانو د هلو ځلو په پايله کې هواره شوه.
د دغو څلورو قومونو تر منځ په ياده ۷۰ کلنۍ شخړه کې څو ځلې نښتې شوې، لانجې شوې او د وخت حکومتونو، قاضيانو، قومي مخورو او منځګړو ترې په يو بل نوم په لويه کچه پيسې اخيستې، خو بالاخره دا لانجه د قومونو د مخورو او ځايي حکومتي ادارې په منځګړيتوب پای مومي.
دغه ۷۰ کلنه شخړه د ګومل ولسوالۍ د اسماعيل خېلو، روجي خېلو، هلال خېلواو خوازوخېلو قومونو تر منځ د غرونو د طبيعي ځنګلونو پر سر کلونه کلونه لانجې شوې دي.
داسې وخت هم راغلی چې د دغو څلورو قومونو تر منځ کليو يو او بل ته مورچې نيولې او د ټوپک تر څنګ يې د درنو وسلو په وسيله زړونه هم يو پر بل تش کړي دي چې له امله يې لسګونو کسانوته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سيمې د مخورو په وينا، د دې لانجمن ځنګله ډېره برخه د جلغوزيو ونو نيولې چې له يوې خوا خلک ترې جلغوزي لاسته راوړي او له بل پلوه يې لرګي د خرڅلاو لپاره بازارونو ته وړاندې کوي او ډېرې پيسې له همدې لارې لاسته راوړي.
د ګومل ولسوال شايسته خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پخوانۍ شخړه يې د ځايي حکومتي ادارې، ديني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته په دې وروستيو کې هواره کړه.
د نوموړي په قول، دغه شخړه له شاوخوا ۷۰ کلونو راهيسې د نوموړو قومونو تر منځ روانه وه او د دېرشو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه.
د ولسوال په وينا، هر کال به په دې سيمه کې د خپلمنځي مخالفتونو له امله په ميليونونو افغانۍ ځنګلونو ته تاوان رسېدلى دى.
د ګومل ولسوالۍ يوه ديني عالم مولوي بازمحمد هم پژواک ته د دې شخړې پر سر د شاوخوا ۳۰ تنو د وژل کېدو خبره کوي.
هغه د شوې پرېکړې هرکلى کوي او وايي چې څلور واړه قومونه به دولت ته ژمن وي تر څو په راتلونکي کې د ځنګل ساتنه د خپل کور په شان وکړي.
ده زياته کړه: ((د ګومل ولسوالۍ غرونه چې په جلغوزي، نښترو او اوبښتو پوښل شوي دي، د دې سيمې خلکو ټول عايد له همدې غرونو دي چې هر کال ترې په زرګونو منه جلغوزي خرڅوي، خو د خپل منځي ستونزو له امله د يادو قومونو تر منځ دا هر څه زيانمن شوي وو.))
نوموړی زياتوي چې غرونه يې ډېر دي، نو ځکه نه شي ويلى چې يوه قوم ته د جلغوزيو د غرونو څومره برخه رسېږي او هغه غرونه چې ونې ډېرې ولري، د يادو قومونو دعوه هم په همدې راپورته شوې وه چې د ډېرو غرو لرونکي سيمې يوه او بل قوم غوښتي.
login or register a new account.