Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کلات (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په دوو بېلابېلو سيمو کې درې تنه وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.

د زابل ولايت د مقام وياند ګل اسلام سيال د غويي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار نهه بجې د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د جلدک په سيمه کې پر ملکي کسانو د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو کس وژل شوى او يو بل ټپي دى چې دواړه د يوې کورنۍ غړي دي.

د زابل د مرکزي روغتون يوه نوکريوال ډاکتر چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي بيا پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه کسان ټپيان دي چې دوه يې ماشومان وو او تر لومړنۍ درملنې وروسته کندهار ته ولېږدول شول.

د سيمې يو اوسېدونکى سيف الدين وايي چې چاودنه د دراز کلي د اوسېدونکو پر سراچه موټر شوې او په کې ۵ تنه ټپيان دي.

بلخوا په زابل کې د ملي اردو د ضربتي کنډک قوماندان عزيز خان اڅکزى وايي چې په زابل کې د نجات په نوم د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې له وسله والو سره جګړه شوې ده.

د ده په خبره، په دې نښته کي دوه طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي او عمليات لا هم روان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.