پل علم ( پژواک، ١٧ غويى ٩٤ ) : د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې ديوې چاودنې له امله د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولايت د سرپرست والي وياند دين محمد دروېش د غويي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېره ورځ ماښام د ولايت د مرکز پل علم اړونده د شېروازه په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ملي اردو د کومانډو قطعې ځواکونو يوې پوستې ته ډوډۍ وړله، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې ديوه افسر په ګډون دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د حسيب الله په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې چاودنه د ولايت د امنيه قوماندانۍ په درې کيلو مترۍ کې د بره کي برک ولسوالۍ پر لاره شوې ده.
دى وايي چې د ولايت په مرکز کې نا امنۍ خلک اندېښمن کړي دي.
وسله والو طالبانو ددې چاودنې مسووليت منلى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP