Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې يوه ډله وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شوه

کندوز (پژواک ١٧ غويى ٩٤): کندوز کې د يو شمېر ماين جوړونکو په ګډون ٢٣ وسله والو مخالفينو له جګړې لاس اخيستى او د سولې له لړۍ سره يو ځاى شوي دي.

د کندوز والي محمدعمر ساپى وايي چې يادې ډلې د شيخ ظاهر تر قوماندې لاندې له تېر يوه کال راهيسې د کندوز د مرکز په اړوند د زرخريد په سيمه کې فعاليت درلود.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ګروپ له خپلو درنو او سپکو وسلو سره يو ځاى د کندوز د ملي امنيت له رياست سره يو ځاى شوى دى.

د کندوز والي زياته کړه چې د يادو يو ځاى شوو کسانو په ډله کې يو شمېر ماين جوړونکي هم شامل دي چې که چېرې د وسله والو مخالفينو له لوري دوکه شوي واى؛ نو د سړکونو په څنډو کې به يې ډېر ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو او د کندوز ښار به يې د درنو وسلو په وسيله موخه ګرځولى و.

ساپي د يادو کسانو د وسلو د اندازې او ډول په اړه د معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه: "د دوى يو ځاى کېدل د کندوز د مرکز په امنيت کې مثبت رول لري."

د يو ځاى شوو کسانو ډلمشر شيخ ظاهر وويل چې تېر کال د طالبانو د پخواني نومول شوي والي ملا يونس او سږ کال يې د اوسني نومول شوي والي مولوي سلام تر امر لاندې د زرخريد په سيمه او شاوخوا سيمو کې وسله وال فعاليت درلود.

هغه زياته کړه چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى او غواړي چې دولت د دوى امنيت ټينګ کړي او دغه راز د امنيت په ټينګښت کى دوى ته هم ونډه ورکړل شي چې قومي مشرانو هم د دوى دغه غوښتنې منلې دي.

د ويلو ده، په کندوز ولايت کې په ١٣٨٩ لمريز کال کې د سولې د پروسې له پيل راهيسې دغې لړۍ سره له ٥٠٠ څخه زيات وسلوال مخالفين يو ځاى شوي چې ډېرى کسانو ته يې د کار زمينه برابره شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.