ترينکوټ (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښا رکې د يوې چاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د ياد ولايت د والي وياند دوست محمد ناياب د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار اته بجې په ترينکوټ ښار کې د کابل بانک مخې ته شوې ده.
هغه زياته کړه، يو شمېر پوليسو د کابلبانک د امنيت خوندي کولو په موخه د اغزنو سيمونو په لګولو بوخت وو، چې پر موټرسايکل سپاره يوه کس پرې لاسي بم وغورځاوه او په خپله پر تېښته بريالى شو.
ناياب وايي چې په دې پېښه کې درى پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي چې روغتون ته لېږل شوي دي.
د روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن