Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قرغيو لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال نيول شوى

جلال اباد ، کلات (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د لغمان دقرغيو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال په ننګرهار ولايت کې نيول شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د زمري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت موظفينو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو مخالفينو پورې تړلي دوه تنه ژوندي نيولي دي .

هغه زياته کړه، چې په نيول شويو کسانو کې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ لپاره د وسله والو له خوا نومول شوی ولسوال اسمعيل  چې په غيرت عبدالله مشهور دى، هم شامل دى.

عبدالزى وايي، دواړه نيول شوي کسان د لغمان ولايت اوسېدونکي او د پلټنو پر مهال يې په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

د يوه بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي  چې نن سهار شپږ بجې د کلات اړوند د ملادين په سيمه کې وسله والو د پوليسو پر پوستو بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې تر دې بريد وروسته په رامنځته شوې جګړه کې څلور وسله وال  او يو پوليس وژل شوي او شپږ وسله وال ټپيان شوي دي.

خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې نښته کې دوه پوليس وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.