پل علم (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): د لوګر ولايت د عالي دارالمعلمين ټولو ښوونکو، اداري کار کوونکو او يو شمېر زده کوونکو کاري اعتصاب کړى او د دارالمعلمين دروازه يې د زده کوونکو پر مخ تړلې ده.
د لوګر د عالي دارالمعلمين شاوخوا دېرشو استادانو، اداري کار کوونکو او د دوو سوو په شاوخوا کې محصلينو له دې امله په کاري اعتصاب لاس پورې کړې چې د دارالمعلمين رييس په اداري فساد کې ښکېل بولي او د هغه د لرې کېدو غوښتنه کوي.
د يادو استادانو په استازيتوب محمداکرم احمدي د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه اعتصاب به تر هغه دوام وکړي تر څو د دارالمعلمين رييس محمدايوب شېرزاد له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شي.
هغه زياته کړه: ((شېرزاد په اداري فساد کې لاس لري، له استادانو او شاګردانو سره سم چلند نه کوي ان د محصلينو له ډوډۍ او د دارالمعلمين د احاطې دېوال له بوديجې يې پيسې وهلې دي.))
ده وويل چې د لوګر د دارالمعلمين استادانو د شېرزاد په اړه د پوهنې وزارت ته رسمي شکايت استولى خو دا چې نوموړى د اړيکو په بربنسټ پر دنده ګومارل شوى دى له دندې ګوښه نه کړاى شو.
د ياد دارالمعلمين بل ښوونکي نور رحمن احمدزي هم پژواک ته وويل چې شېرزاد بايد هر څه ژر له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته بايد معرفي شي.
هغه وويل تر هغه چې شېرزاد له دندې نه وي ګوښه شوى، دوى به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.
د دغه دارالمعلمين يوه محصل حبيب الله پژواک ته وويل: ((اته مياشتې کېږي چې د استادانو او رييس تر منځ اړيکې خرابې دي چې خرابو اړيکو يې په درسونو هم بدې اغېزې کړې دي.))
هغه له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر يادې ستونزې ته د حل لار پيدا کړي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب پژواک ته وويل چې د دارالمعلمين ښوونکو د رييس اړوند شکايتونه له دغه رياست سره شريک کړي دي.
ده وويل چې د يادې موضوع د څېړنې لپاره پلاوى ګومارل شوى دى.
خو د لوګر د دارالمعلمين مشر محمدايوب شېرزاد د استادانو ټولې نيوکې بې ځايه او سيلقوي وبللې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP