Language

د بې پيلوټه بريد د برکي برک لپاره د طالبانو د نظامي کمېسيون مشر وژلى

پل علم (پژواک، ١١ زمرى ٩٤): د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسيون مشر او درى ملګري يې وژل شوي دي.

د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د دې ولسوالۍ په چلوزيو سيمه کې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د بره کي برک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي کمېسيون مشر مولوي حبيب الرحمن او درى نور ملګري يې وژل شوي دي.

د ولسوال په وينا، مولوي حبيب الرحمن له څو کلونو را په دېخوا په دې ولسوالۍ کې پر تخريبي فعاليتونو بوخت و.

هغه زياته کړه: ((د مولوي حبيب الرحمن په وژل کېدو سره به اوس په دې ولسوالۍکې تر پخوا امنيت ډېر ښه شي.))

د چلوزيو سيمې اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې په دې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې بريد وکړ.

هغه وايي، سهار بيا خبر شوو چې په دغه بريد کې مولوي حبيب الرحمن او نور طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د بره کي برک ولسوال دا هم وويل چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په کلا تقي سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو د يو کمين په ترڅ کې درى طالبان وژل شوي دي.

هغه وايي چې يادو طالبانو د لارې په اوږدو کې خلک ځورول او پيسې ترې اخيستې.

وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې يې د پوليسو پر يوه پوسته بريد کړى چې په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.