Language

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون په ولايتونو کې مشورې پيل کړې

مزارشريف (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د بلخ اوسېدونکي وايي چې د رڼو او رښتينو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه بايد د ټاکنو کمېسيون کې هر اړخيزې بنسټيزې اصلاحات راشي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د زمري په ۱۲مه د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون له خوا د ټاکنو کمېسيون په اړه مشورتي غونډه وشوه چې د ياد ولايت اوسېدونکو، د مدني ټولنو فعالينو، د پوهنتون استادانو، د ولايتي شورا او ولسي جرګې ځينو غړو په کې برخه اخيستې وه.

د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون غړي صالح محمد رېګستاني د يادې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کمېسيون د چارو له پيل سره سم د ټاکنو په سيستم کې د هر اړخيزو سمونو په موخه يې مشورتي غونډې پيل کړې چې په همدې لړ کې يې نن بلخ ولايت ته سفر کړی دی.

نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي چې د ورته مشورتي غونډو له لارې په ټاکنو کې د هر اړخيزې سمونې په تړاو د بېلابېلو ولايتونو د مدني ټولنو فعالينو، ځوانانو، قومي مشرانو، د ولايتي شورا او ولسي جرګې د وکيلانو نظرونه واوري.

د هغه په وينا، د ټاکنيز اصلاحاتو د کمېسيون کاري لومړيتونه د ټاکنو په قانون کې او د ټاکنيزو کمېسيونونو په تشکيل او صلاحيتونو کې سمونې راوستل دي.

ريګستاني وويل، مخکې له دې چې دوی د خپلو دغو دوو کاري لومړيتوبو باندې کومه فيصله وکړي؛ په اړه يې له خلکو سره خبرې کوي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي حاجي محمد عبده چې په ياده غونډه کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل چې حکومت د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون جوړول د ستاينې وړ چاره ده.

نوموړي زياته کړه چې د دغه کمېسيون کار به هغه وخت د منلو وي چې د ټاکنو په قانون او د ټاکنو د کمېسيون په تشکيل او صلاحيتونو کې مثبت بدلون راوستل شي.

د هغه په وينا، د تېرو ټاکنو له امله عامو خلکو د ټاکنو پر کمېسيونونو باور له لاسه ورکړی او دغه کمېسيون دنده لري چې د خلکو باور بېرته ترلاسه کړي.

عبده وويل چې د ټاکنو په سيستم کې بايد د افغانستان د حالاتو په نظر کې نيولو سره مثبت بدلون راشي او د کمېسيونو د کمېشنرانو په ټاکنه کې بايد له ځيرکۍ کار واخيستلی شي.

د بلخ پوهنتون استاد محمد نظري په ټاکنو کمېسيون کې د اصلاحاتو راوستو په موخه له خلکو سره مشورتي غونډې کول ښه ګام وباله.

نوموړي پژواک ته وويل چې په افغانستان کې ډېری وخت ټاکنې د تخنيکي پروسې او د سياسي پروسې د ناسمې پېژندنې له امله زيانمنې شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.