Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نعيمي : خلک دې دکوکنارو دکر مخنيوي کې له حکومت سره مرسته وکړي

مهترلام (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤ ) :د لغمان والي له خلکو وغوښتل چې په دې ولايت کې د کوکنارو د کر کيلي د مخنيوي لپاره له حکومت  سره مرسته وکړي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، په دې غونډه کې چې نن د ولايت په مرکز مهترلام ښار کې جوړه شوې وه، له  والي عبدالجبار نعيمي او ځايي چارواکو سربېره ګڼ شمېر قومي مشرانو ، ديني عالمانو او کروندګرو هم برخه اخيستې وه.

د لغمان والي ددې ولايت له کروندګرو مننه وکړه، چې په خپلو کروندو کې يې د کوکنارو پر ځاى نور فصلونه او په ځانګړې توګه سبزيجات کرلي.

هغه دغه راز له کروندګرو وغوښتل چې د کوکنارو او هر ډول نشه يي توکو پروړاندې مبارزه کې له خپل دولت سره مرسته وکړي.

نعيمي وويل ، چې که د ولسونو او قومونو همکاري له دوى سره وي ، نو باور لري چې د لغمان په هېڅ يوه سيمه کې دکوکنارو دکښت لپاره به خلک زړه ښه نه کړي.

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي نقيب الله محبت دکوکنارو له کروندګرو څخه  وغوښتل چې په خپلو اولادونو رحم وکړي او دکوکنار کښت ته دې د پای ټکی کېږدي.

نوموړي د لغمان له والي وغوښتل چې د کوکنارو دکښت ترڅنګ بايد په دې ولايت کې د نشه يي توکو هر ډول قاچاق ، پېر او پلور بند کړاى شي.

د علماوو په استازيتوب مولوي محمد يونس شمعه خېل وويل چې د هر ډول نشه يي توکو کارول په اسلام کې جواز نه لري.

هغه زياته کړه ، دوی دې ته ژمن دي چې داسلام په رڼاکې د ټولو نشه يي توکو د زيانونو په اړه خپلو خلکوته عامه پوهاوی ورکړي.

د محمد ماصل په نامه يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل چې دوى د کوکنارو په له منځه وړلو کې له دولت سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته تيار دي.

خو نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې له کروندګرو سره لازمې مرستې وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.