Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې ښوونکو ته د ځمکو د نومرو وېش پيل شو

مهترلام( پژواک، ۱۳ زمرى ٩٤ ) : په لغمان  ولايت کې د ښوونکو لپاره د ځمکو د نومرو د وېش لړۍ د زمري په ١٣مه، پيل شوه.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په هغه غونډه کې چې دښوونکو لپاره د نومرو د وېش په اړه جوړه شوې وه دښوونکي ارزښت اواهميت تر څنګ وويل چې ټول ښوونکي معنوي د مور او پلار حيثيت لري.

هغه له ولسمشر اشرف غني مننه وکړه چې دوی ته يې د ښوونکو لپاره د يوې نومرې ځمکې د ورکولو امر کړی.

والي له ښوونکو څخه وغوښتل چې په خپلو تدريسي چارو کې له اخلاص او صداقت څخه کار واخلي.
د لغمان د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي پژواک ته وويل چې دوی په ټول لغمان کې ۴۱۸۷ تنه ښځينه او نارينه ښوونکي لري او هر ښوونکي ته به د ولسمشر د حکم له مخې يوه يوه نومره ځمکه ورکول کېږي.

د هغه په وينا، د مرکز د ښوونکو لپاره ۱۰۲۵ جريبه ځمکه په پام کې نيول شوې او پاتې نور به يې په اړوندو ولسواليو کې د ښوونکو لپاره ووېشل شي.

د ښوونکو په استاز ولۍ د مهترلام د حيدرخانيو د نجونو د لېسې يو تن ښوونکې قمر خواجه زاده پژواک سره د خبرو پر مهال له دولت او ځايي چارواکو  مننه وکړه، چې ددوى غوښتنه يې ومنله.

هغې له حکومت څخه وغوښتل چې دوى سره د کورونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله څه باندې ۸۵ زره ښوونکو ته ځمکې وېشل شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.