اسعداباد (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې يې يو نيم ټن درمل، مشروبات او بې کيفيته خوراکي توکي سوځولي دي.
دغه توکي د عامې روغتيا په مشرۍ د هغه کمېسيون له خوا وسوځول شول چې ملي امنيت، څارنوالي، امنيې قوماندانۍ او چاپېريال ساتنې ادارې استازو په کې ګډون لري.
د دغه کمېسيون مشر ډاکټر برهان قاسمي د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوو مياشتو په موده کې يې د کونړ په مرکز او ولسواليو کې يو نيم ټن تاريخ تېر درمل، مشروبات او تاريخ تېر خوراکي توکي راټول کړي وو.
هغه زياته کړه چې ياد توکي يې نن د يوه پلاوي پر وړاندې په عام محضر کې وسوځول.
د نوموړي په وينا، دوى به په دې اړه خپل کمپاين ته ادامه ورکوي.
د يوه بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې مېشت د ملي اردو ځواکونو نن ٢٦ ميله بېلابېل ډول وسلې ډاياګ ته وسپارلې.
په دغه ولايت کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دويمې لېوا قوماندان ډګروال ولي محمد احمدزي پژواک اژانس ته وويل چې دا وسلې يې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ترلاسه کړې وې، چې ١٥ ميله يې کلاشينکفونه، درى ميله راکټ، درى تومانچې او څو نورې شاملې دي.
login or register a new account.