کلات (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د زابل ولايتي شورا، د حج او اوقافو يو شمېر کارکوونکي د دغه رياست رييس پر فساد تورنوي او ګواښ کوي چې که له دندې لرې نه شي، نو مدني حرکتونه به پيل کړي.
خو د زابل د حج او اوقافو رييس دا هر څه ردوي او خپلي کړنې د قانون په رڼا کې بولي.
د زابل د ديني عالمانو شورا منشي ملا عبدالحکيم پژواک خبري اژانس ته وويل ، داسې اسناد په لاس کې لري چې د حج او اوقافو رييس يو شمېر دوکانداران، موټر چلوونکي او عام وګړي د ديني عالمانو په نوم مقرر کړي او امتيازات يې جېب ته اچوي.
هغه زياتوي، څوځلې يې ولايتي ادارې او مرکزي دولت ته شکايت کړی خو هېچا يې خبرو ته جواب نه دى ورکړى.
د نوموړي په وينا، که يې دغه ځل دولت ستونزو ته غوږ ونه نيسي، نو له دندو به استعفا وکړي او د کابل کندهار لويه لار به وتړي.
ملا عبدالحکيم اسناد هم پژواک اژانس ته وښودل او ادعا يې کوله چې د شخصي کسانو دي خو معاشونه يې د دوى د رياست له لوري اجرا کېږي.
د هغه په وينا، د حج او اوقافو رييس خپل پلار او يو بل ملګری يې چې په رياست کې هېڅ مسووليت او دنده نه لري د حاجيانو د ښوونکو په حيث په لېست کې نيولي تر څو يې حج ته واستوي.
پر همدې مهال د زابل د حج او اوقافو رياست د جوماتونو عمومي امر حاجي منګل چې د خپل دفتر د يو شمېر مامورينو په استازيتوب يې له پژواک سره خبري کولې، د حج او اوقافو رييس پر اداري فساد او له خپلې دندې څخه يې په ناوړه ګټه پورته کولو تورن کړ.
منګل وايي، رييس د حاجيانو لپاره له خپلې کورنۍ ښوونکي ټاکلي چې د هر ډول اصولو خلاف کار دی.
هغه همداراز وايي چې د رياست د زيانمنې شوې ودانۍ د ترميم لپاره ۴۴ زره افغانۍ مصرف شوې خو رييس ۲۶۵ زره افغانۍ حواله کړې چې اسناد يې ورسره شته.
حاجي منګل وويل چې په يو شمېر نورو ساختماني پروژو کې هم د رييس له لوري اختلاس شوی او که ولايتي اداره د دغو غير قانوني کړنو مخه نه شي نيولی نو د دوى استعفا دې ومني.
د زابل د ولايتي شورا يو شمېر غړي هم مني چې د حج او اوقافو د رييس، خپلو کارکوونکو او ديني علماوو تر منځ ستونزې شته چې حل کول يې اړين دي.
د ولايتي شورا استازی محمدداود ګلزار پژواک اژانس ته وويل چې د ملايانو په نوم د عامو وګړو مقررېدل، اداري فساد ، د رياست څخه د يوه شخصي شرکت په توګه ګټه اخيستل او د حج او اوقافو رييس بې کفايتي د اندېښنې وړ وبلله.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP