Language

د لوګر په ځانمرګي بريد کې ٣٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دويم تعقيب- پل علم (پژواک، ۱۵ زمری ۹۴): د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ځانمرګې بريد له امله شپږ کسان وژل شوي او د دريو پوليسو او يوولسو ډاکترانو په ګډون ٢٦ نور ټپيان دي.

د لوګر والي محمدحليم فدايي د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېلو د ټانکر موټر په وسيله دغه بريد نن سهار شاوخوا اووه بجې د چټک غبرګون پر قطعى وشو.

هغه وويل چې په دغه بريد کې درې پوليس او درې ملکي وګړي وژل شوي او د يوولسو ډاکترانو او دوو نوو زېږدلو ماشومانو په ګډون ٢٣ کسان ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دا چاودنه ولايتي روغتون ته نږدې وه، نو ځکه ډېرى ټپيان يې د روغتون کار کوونکي او ډاکتران دي.))

فدايي وايي چې په دغه بريد کې د پل علم ښار د پنځوس سلنه کورونو ښيښې ماتې شوې چې له امله يې په کورونو کې هم يو شمېر کسان ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې د لوګر د ولايتي شورا او اوبو لګولو رياست ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال قاري محمد ورا هم د يادې مرګ ژوبلې د تاييد تر څنګ وويل چې په دغه بريد کې درې پوليس هم ټپيان شوي دي.

د لوګر د ولايتي روغتون مشر ډاکترعاشق الله مجيدي هم پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د يوولسو ډاکترانو په ګډون ٢٣ تنه ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، د بريد له امله د روغتون د ودانۍ ډېره برخه ويجاړه شوې او ټپيان د درملنې په موخه د محمداغې ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

مجيدي زياته کړه: ((په دغه بريد کې يو نوى زېږدلى ماشوم هم ټپي شوى او اوس په کوما حالت کې دى.))

د پل علم اوسېدونکى نور زمان وايي چې سهار شاوخوا اوو بجې زوروره چاودنه وشوه او د دوى د کور ټولې ښېښې او دروازې يې ماتې کړې.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې پوليسو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يي معلومات نه لري.

login or register a new account.

Related Topics