Language

ننګرهار او غزني کې ٣٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد، غزني ښار ( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤ ) :چارواکي وايي چې د ننګرهار او غزني ولايتونو په بېلا بېلو عملياتو کې ٣٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د٢٠١ سيلاب قول اردو د مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د وسپنيز مثلث په نامه دا عمليات چې په ننګرهار ولايت کې پيل شوي، په برياليتوب سره روان دي.

سرچينې زياته کړې، پرون ددې عملياتو په ترڅ کې د شېرزادو ولسواليو په بېلا بېلو سيمو کې عمليات ترسره شوي چې په پايله کې يې ١٤ وسله وال وژل شوي او پنځه يې  ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې عملياتو پرمهال پنځه کړۍ ماينونه شنډ او له مخالفينو څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي .

سرچينه کاږي، چې ددې عملياتو په ترڅ  کې  د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

بلخوا د غزني چارواکي وايي چې په اب بند ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې ١٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اښتې ده.

د والي وياند شفيق ننګ پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه په اتو بجو د يادې ولسوالۍ د سپين بند په سيمه کې نښته رامنځته شوې  ، چې په پايله کې يې لس وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان دي او د وژل شويو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي.

د هغه په وينا، په وژل شويو وسله والو کې درې تنه يې پاکستانيان دي او په نښته کې ملي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي،خو د پنځو دولتي سرتېرو د وژلو خبر ورکوي.

login or register a new account.

Related Topics