کلات- اسعداباد (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): په زابل او کونړ ولايتونو کې سلګونو خلکو د لاريوونو په ترڅ کې وروستۍ امنيتي پېښې وغندلې او د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول.
د زابل ولايت سلګونو اوسېدونکو د زمري په ١٨مه د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه او د دغو ځواکونو کارونه يې وستايل، تر غونډې وروسته ګډونوالو د پاکستان پر وړاندي لاريون وکړ او د دغه هېواد استخبارات يې پر وروستيو بريدونو تورن وبلل.
په دې غونډه او لاريون کې د دغه ولايت د والي او خلکو تر څنګ د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.
د زابل والي انور اسحق زي د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو د ګڼ شمېر بريدونو مخه نيولې ده.
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو په خپلو وروستيو فعاليتونو سره پر ځان د ولس باور زيات کړی او هڅه کوي چې د امنيت او سولې لپاره خپلې هڅې نورې هم زياتې کړي.
د زابل د ولايتي شورا غړي محمد داود ګلزار پژواک اژانس ته وويل چې له روانو ستونزو څخه د خلاصون يواځېنۍ لار د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ او ورسره هر اړخيزه همکاري ده.
له غونډې وروسته ګډونوال د کلات ښار ته راوتلل او د لاريون په ترڅ کې يې د پاکستان پر وړاندي شعارونه ورکول.
د لاريون پر مهال د کلات ښار ټول دوکانونه تړل شوي وو او ګډونوالو د پاکستان استخباراتي اداره د هېواد په وروستيو کې نا امنيو کې تورنه وبلله.
د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان وويل چې د پاکستان استخباراتي اداره کوښښ کوی چې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي او سوله رانه شي.
د يوه بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې هم لسګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې د کابل وروستي بريدونه وغندل.
په کونړ کې دغه لاريون چې د ولايتي شورا له خوا په لاره اچول شوى و، په کې د ولايتي شورا د غړو تر څنګ عامو خلکو هم برخه اخيستې وه.
لاريونوالو د اسعد اباد ښار پر بېلابېلو سيمو وګرځېدل او د جګړې ضد شعارونه يې ورکول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP