Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبان په دشت ارچي کې خپلو ليکو ته په زور خلک جذبوي

کندوز (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ خلک وايي چې طالبانو د سيمې له خلکو باج او سرتېري غواړي او پر دوى يې د ژوند کړۍ را تنګه کړې ده.

دشت ارچي د روان کال په چنګاښ مياشت کې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده او دولت تر اوسه نه دى توانېدلى چې دا ولسوالي بېرته ونيسي.

د دشت ارچي خلک له اوسني وضعيت څخه اندېښمن دي او له دولت غواړي چې اوسنى حالت پاى ته ورسوي.

د دشت ارچي ولسوالۍ د قرلق کلي يو اوسېدونکي وايي چې طالبان جومات ته ور ننوتلي او له دوى څخه يې د پيسو غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې خلک خپله له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې خلک د طالبانو له خوا ګواښ شوي، خو له خلکو يې غوښتنه کړې چې له دوى سره د پيسو، اوبو او ډوډۍ مرسته وکړي.

دغه اوسېدونکي زياته کړه چې دولت بايد ولسوالي بېرته ونيسي او ورته موارد مخنيوى وکړي، څو وروسته خلک له دې ډول ستونزو ونه ځورېږي.

يوه بل ځايي اوسېدونکي د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې طالبان خلک ګواښي چې که زامن يې په دولت ضد جګړه کې د دوى ليکو ته شامل نه کړي، نو له ناوړه پايلو سره به مخ شي.

سرچينې زياته کړه، که څه هم اوس په دشت ارچي کې جګړه نشته، خو خلک د طالبانو له باج او د جګړې ليکو ته له بيولو سره مخ دي.

د سرچينې په خبره، پخوا به خلکو ته د طالبانو او امنيتي ځواکونو په نښتو کې زيان اوښت او اوس غواړي چې دولت دا ولسوالي په داسې ډول ونيسي چې خلکو ته زيان ونه رسېږي.

دې اوسېدونکي وويل: ((موږ له دې وضعيت نه ستړي شوي يوو، له دولت غواړو چې د ولسوالۍ له بېرته نيولو وروسته امنيت ونيسي چې خلک په ارام سره ژوند وکړي.))

د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي هم وويل چې طالبانو له خلکو غوښتنه کړې چې خپل زامن د سرتېرو په توګه ور وپېژني، څو وسلې او تجهيزات ورکړي، څو د دولت په ضد جګړه وکړي.

د سعدي د معلوماتو له مخې، طالبانو په قرلق، جمع رجب، ميرزاخان، شاخ، تاجک قشلاق او يو شمېر نورو کلو کې خلک په جوماتونو کې را غونډ کړي او ورته ويلي يې دي  چې د بوديجې له کمښت سره مخ دي او خلک بايد، دوى ته پيسې، ډودۍ او اعاشه اباته ورکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.