مزارشريف (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې مزارشريف ښار ته د شمال زون له بېلابېلو ولايتونو پر نشه يي توکو روږدي کسان راغلي او د ښار ټولنيز حالت يې يو څه ګډوډ کړی دی.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات د زمري په ۱۹مه د لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو د نيولو په تړاو خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې کورنۍ بايد د خپلو ځوانانو د روزنې په برخه کې جدي و اوسي.
نوموړي زياته کړه چې په دې وروستيو کې د مزارشريف ښار په بېلابېلو ساحو کې د لويو لارو څنډو او د سړکونو تر منځ پارکونو کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر زيات شوی دی.
د هغه په وينا، دوی لا هم په دې اړه د پلان په جوړولو بوخت دي چې له دغو کسانو سره څه وکړي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد الله پژواک ته وويل چې د روضې شمال لور ته د دشت شور له سړکه د بېل شوي څلوېښت متر سړک په پارک کې هر ماښام لسګونه پر نشه يي توکو روږدي کسان راټول وي.
نوموړي زياته کړه چې پر دغه ځای د عامو خلکو د تګ راتګ لاره وي، چې له امله يې د روږدو کسانو له امله په ستونزه کې دي.
هغه له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د يادې ستونزې د حل په موخه جدي کړنې ترسره کړي.
پاسوال سيد کمال وويل چې د بلخ ولايت او په ځانګړې توګه د مزارشريف ښار امنيت د دې لامل شوی، چې پر نشه يي توکو روږدي کسانو د شمال زون له نورو ولايتونو او په ځانګړې توګه د بلخ له ګاونډ څخه مزارشريف ښار ته راشي.
نوموړي زياته کړه چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې له روغتيايي مسوولينو سره کتلي خو هغوی هم د درمليز ځای د نشتوالي له امله ځواب ورکړی دی.
login or register a new account.