Language

پکتيکا کې طالبان او امنيتي ځواکونه يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

ښرنه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): د پکتيکا په يوسف خيلو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د پکتیکا د امنیې قومندانۍ د امنیت امر نثاراحمد عبدالرحمیزي د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د يوسف خېلو ولسوالۍ د مشخېلو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده .

هغه وايي چې په دې نښته کې د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون درې طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

هغه د طالبانو د قوماندان د نوم په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په اړه يې پلټنې روانې دي.

ده وويل چې په ياده نښته کې پوليسو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د مشخېلو سيمې اوسېدونکي شاه ګي پژواک ته وويل: ((د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته وروسته تر هغه رامنځته شوه چې کله طالبانو غوښتل هغه کس له سيمې څخه يوسي چې ويل يې د طالبانو پخواني مشر ملامحمد عمر ته يې ښکنځلې کړې دي.))

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ياده نښته کې يو پوليس او يو طالب وژل شوي او درې نور پوليس ټپيان دي.

هغه وايي چې طالبانو له يادې سيمې درې تنه شکمن هم له ځان سره بيولي دي.

دغه راز د پکتیکا د امنیې قومندانۍ د امنیت امر نثاراحمد عبدالرحمیزي پژواک ته وويل چې تېره ورځ طالبانو هغه سيمه ييز پوليس هم وژلى چې څه موده وړاندې يې د پکتيکا- غزني پر لويه لار له موټره ښکته کړى و.

د جاني خېلو ولسوالۍ قومي مشر عبدالحميد پژواک ته وويل چې دغه سيمه ييز پوليس د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي و او تېره ورځ طالبانو د سردې بند په سيمه کې وژلى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم د ياد کس وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې دغه کس عصمت الله نومېده او د جاني خېلو ولسوالۍ د څلي سيمې پر پوستې کې دنده درلوده.

login or register a new account.

Related Topics