Language

د بلخ خلک پر نشه يي توکو د روږدو کسانو ډېروالي اندېښمن کړي

مزارشريف (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): د بلخ ولايت هغه مدني ټولنې چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کار کوي، وايي چې په دغه ولايت کې تر ٢٠٠ زرو زيات کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.

دوى وايي، که چېرې په بلخ کې د نشه يي توکو د بې سارې کارونې مخنيوي لپاره حکومت کارنده کړنې ترسره نه کړي نو ټولنيز ژوند ته به ګواښ پېښ کړي.

د خط نو په نوم مدني ټولنې د زمري په ۲۱مه د بلخ ولايت د کرنې رياست د غونډو په تالار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه جوړه شوې غونډه کې د حکومت تر څنګ له عامو خلکو هم د ملاتړ غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې د بلخ ولايت د بېلابېلو مدني ټولنو فعالينو او د بلخ د سيمه ييزې ادارې ځينو حکومتي مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

د خط نو ټولنې مسوول عبدالقادر مصباح د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوی لخوا د نشه يي توکو د کارونې په اړه تر سره شوې سروې په ډاګه کوي، چې په بلخ ولايت کې ۲۰۰ زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغو کسانو ۳۰ سلنه يې مېرمنې او ماشومانو پاتې ځوانان جوړوي.

د هغه په وينا دولت د تېرو ديارلس کلونو په اوږدو کې د نشه يي توکو د قاچاق، کر او کارونې د مخنيوي پر وړاندې ناکاره پاليسي پر مخ يوړه، چې نن يې پايله هېڅ ده.

مصباح وويل، چې د دوی د معلوماتو له مخې په بلخ کې د نشه يي توکو د بېسارې کارونې شمېره په تېرو دوه درې کلونو کې ډېره شوې ده.

نوموړي د غونډې په اوږدو کې له مدني ټولنو څخه وغوښتل، چې د ټولنيزو لارو چارو له مخې په بلخ ولايت کې لږ تر لږه د نشه يي توکو د کارونې مخه ونيسي.

د هغه په وينا، که چېرې عام ولس له خپل کور کلي څخه پيل وکړي؛ نو لرې نه ده، چې دغه هڅې رنګ رانه وړي.

بلخوا  د بلخ له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس محمد رحيم رحمان اوغلي پژواک ته وويل، دوی هڅه کوي چې په بلخ کې د نشه يي توکو د قاچاق، کر او کارونې مخه ډپ کړي.

نوموړي زياته کړه چې له تېرو شپږو کلونو په بلخ ولايت کې نشه يي توکو نه کرل کېږي.

login or register a new account.

Related Topics