جلال اباد- ښرنه (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې د ننګرهار او پکتيکا ولايتونو په بېلابېلو عملياتو کې ٣٢ وسله وال مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د ننګرهار په خوږياڼو زون کې د ا وسپنيز مثلث په نوم پيل شوي عمليات په برياليتوب سره روان دي.
سرچينې زياته کړې، د دغو عملياتو په ترڅ کې چې په خوږياڼو، شېرزاد او حصارک ولسواليو کې روان دي، تېره ورځ ٩ وسله وال وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې امنيتي ځواکونو هغه پاکستانى ډاکټر نيولى چې د ټپي وسله والو د درملنې په موخه سيمې ته راغلى و.
دغه راز قول اردو ويلي چې د عملياتو پر مهال ١٠ شکمن کسان هم نيول شوي چې اوس تر پلټنو ګروېږنو لاندې دي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو د جلال اباد او خوږياڼو ولسوالۍ تر منځ لويه لاره پاکه کړې او اوس خلک کولى شي په ازاده توګه پر دې لاره تګ راتګ وکړي.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو دغه راز وايي چې وسله والو مخالفينو د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو چې له ناکامۍ سره مخ شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د دولتي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې دوه وسله وال مخالفين ژوبل شوي او امنيتي ځواکونو کوم زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په نکه ولسوالۍ کې د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د حقاني شبکې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د پکتيکا ولايت د والي وياند وياند نبي الله پيرخېل پژواک اژانس ته وويل چې دغه بريد پرون په نکه سيمه کې شوى و.
نوموړی وايي چې په ياد بريد کې د حقاني شبکې پنځه وسله والو وژل شوي چې مړي يې د سيمې د خلکو په مرسته کورنيو ته سپارل شوي دي.
مخالفې وسله والې ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP