Language

د لوګر ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوى او  ٢٣ تنه ټپيان دي

دويم تعقيب - پل علم (پژواک،٢٢زمرى٩٤): چارواکي وايي چې د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې پر سيمه ييزو پوليسو ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوى او ٢٣ تنه ټپيان دي.

د محمد اغې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن مطيع الله صادق عبدالرحيمزي د زمري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې  دا بريد نن تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه نيمو بجو د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان پر موټر شوى  .

هغه وايي چې ځانمرګي بريدګر خپل موټر ته د کابل _ لوګر پر لويه لار د محمداغې ولسوالۍ اړونده د بني شرافګان په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان معراج الدين له رېنجر موټر سره نږدې چاودنه ورکړه.

ده وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې بريد کې يو شمېر کسان ټپيان شوي، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک اژانس ته وويل چې په دې بريد کې يو ملکي وګړى وژل شوى، ١٥ ملکي وګړي او اته سيمه ييز پوليس ژوبل شوي  دي.

د نوموړي په وينا، يو شمېر ټپيان د محمد اغې روغتون او پاتې نور کابل ته لېږدول شوي دي.

د محمد اغې ولسوال سيد نعيم سلطان پژواک اژانس ته چې د بريد له امله د سيمې يو شمېر کورونه او دوکانونه زيانمن شوي دي.

د محمد اغې ولسوالۍ د محمد شفيق لودين روغتون يوه کارکوونکي ډاکتر نعيم الله پژواک ته وويل چې روغتون ته ١٨ ټپيان راوړل شوي وو، چې يوه ټپي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

نوموړي د يو شمېر نورو ټپيانو روغتيايي  حالت هم د اندېښنې وړ وباله.

د پېښې يو تن عيني شاهد عنايت الله پژواک ته وويل : (( يوه ځانمرګي  يو کرولا موټر د سيمه ييزو پوليسو له سپين رېنجر سره موټر وجنګاوه او قوي چاودنه وشوه.))

هغه وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.