ښرنه(پژواک،٢٢زمرى٩٤): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې سيمه ييزو پوليسو د امنيت په ټيګښت کې مهم رول لوبولى، خو دا چې مسلکي نه دي خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې چې د سولې او جګړې د انسټيټيوټ له خوا په مرکز ښرنه کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د يوسف خېلو ولسوالۍ ديني عالم مولوي عبدالمنان وويل چې په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو تر فعاليدو وروسته، په امنيتي چارو کې د پام وړ بدلون راغلى دى.
خو هغه وايي چې سيمه ييزو پوليسو بيا په بېلابېلو نومونو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
هغه زياته کړه : ((په دې ولسوالۍ کې يو خو سيمه ييز پوليس د سيمې اوسېدونکي نه دي او بل دا چې غير مسلکي دي، بې ځايه خلک وهي او خپلسري قوانين پلي کوي.))
د مرکز ښرنې قومي مشر ډاکټر بشير وايي چې د کورنيو چارو وزارت بايد هغه کسان د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې پر دندو وګوماري چې د سيمې اوسېدونکي او مسلکي وي.
هغه زياته کړه : (( سيمه ييزو پوليسو ته بايد لازمې زده کړې ورکول شي ترڅو خلکو سره په سيمه کې سم چلند وکړي.))
دغه راز د مدني ټولنې غړى ميوند بيا وايي چې په يحيى خېلو ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو له هغو کورنيو سره ډير بد چلند وکړ چې د کورنۍ غړي يې له طالبانو سره و.
هغه وايي چې يادې کورنۍ اوس ګډه کولو ته اړ شوې دي.
ميوند زياته کړه : (( مخکې له دې چې سيمه ييز پوليس پر دندو وګومارل شي اول بايد روزنه وګوري او له خلکو سره د چلند کولو طريقې زده کړي.))
خو په ياده غونډه کې د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقير زاده وويل چې د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو سره د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د امنيت په ټينګښت کې د پام وړ بدلون راغلى دى.
د هغه په وينا، کومو سيمو کې چې بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو ونه شواى کولى امنيت ټينګ کړي هلته سيمه ييزو پوليسو امنيت ټينګ کړى.
login or register a new account.