Language

وسله والو د لوګر پورک کې د نجونو يو ښوونځى تړلى

پل علم ( پژواک، ۲۲زمری۹۴): په لوګر کې وسله والو طالبانو د پورک سيمه کې د نجونو يو ښوونځى تړلى او په ورته وخت کې يې دارالمعلمين ته د نجونو په ورتګ هم بنديز لګولى دى.

د لوګر د پوهنې رياست مرستيال محمد صادق د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز اړوند د پورک  سيمه کې وسله والو طالبانو د (پورک د نجونو لېسه) د زده کوونکو پرمخ تړلې ده.

هغه زياته کړه : ((سيمه ييزو وسله والو طالبانو په شفاهي ډول د لېسې مدير او ښوونکي ګواښلي چې ښوونځى وتړي او زده کړې بندې کړي، چې اوس ښوونځى تړل شوى دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د پورک د نجونو عالي لېسه ١٤کاله وړاندې جوړه شوې چې اوس مهال په کې ١٥٠٠ زده کوونکې زده کړې کوي.

دغه راز هغه وويل چې طالبانو د پل علم اړوند د پورک، هارون خېلو، نيازيو او شاوخوا ځينو نورو کليو پر نجونو هم بنديز لګولى چې بايد دارالمعلمين ته لاړې نه شي.

هغه وويل : ((په دې برخه کې موږ سند نه دى ترلاسه کړى خو طالبانو شفاهي خلکو ته ويلي دي.))

د پورک کلي اوسېدونکي محمد حبيب پژواک ته وويل : (( دوه ورځې وړاندې طالبانو د کلي مشران او د لېسې مدير جومات ته وغوښتل او ويې ويل  چې له درېيم ټولګي نه پورته يوه نجلۍ هم مکتب ته نه شي تللى.))

د هغه په وينا، طالبانو وويل چې دا وړې نجونې به هم په هغه صورت کې ښوونځي ته ځي چې استادان يې نارينه وي.

ده زياته کړه : (( نن مو د کلي د نجونو د ښوونځي دروازه د طالبانو په امر د زدکوونکو پرمخ تړلې ده.))

نوموړي هم وويل چې طالبانو دارالمعلمين ته د يو شمېر سيمو د نجونو په ورتګ بنديز لګولى او ګواښ يې کړى که چا يې له امر  څخه  سرغړونه وکړه، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د پورک د نجونو د عالي لېسې يوې ښوونکې د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک ته وويل چې د طالبانو په امر ښوونځى تړل شوى او  نن له ډاره  زده کوونکي د ښوونځي خواته هم نه دي ورغلي.

نوموړي وويل : (( زموږ د لېسې امر وروسته له هغه چې طالبانو د کلي جومات ته وغوښت او د ښوونځي د تړل کېدو امر يې ورته وکړ، نو هغه خپلو ټولو ښوونکو ته په ټېلېفون خبر ورکړ چې د ښوونځي لور ته هم لاړ نه شي.))

login or register a new account.

Related Topics