کابل ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤) : په پروان ولايت کې دسعودي مرستندويه ټولنې لخوا پر ٦٠٠ کورنيو مرستې ووېشل شوې.
د يادوې ټولنې لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا مرستې ددې ولايت پر بې وزلو او د طبعي پېښو زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شوې.
سرچينې زياته کړې چې دوى د يوه سروې له مخې يادې اړې کورنۍ په ګوته کړې وې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې هرې کونرۍ ته لس کيلو ګرامه وريژې، لس کيلو ګرامه لوبيا، درې کيلو ګرامه غوړي، پنځه کيلو ګرامه بوره او يو کيلو شين چارى ورکړل شوې.
دا مرستې د پروان ولايت د جبل السراج، سيدخېل، بګرام ، شيخ علي ، سرخ پراسرا، سالنګ او د ولايت د مرکز پر کورنيو وېشل شوې دي.
يادونه ټولنه وايي، په پام کې لري چې په راتلونکي کې به دا مرستې په کاپيسا، بغلان، بدخشان او نورو ولايتونو کې هم ووېشل شي.
login or register a new account.