Language

درې پوليس او يو هټيوال ووژل شول

ښرنه، پل علم (پژواک ٢٦ زمرى ٩٤): چارواکي وايي، په پکتيکا کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او لوګر کې په يوه هټۍ کې د ماينونو د چاودېدلو له امله درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا د ولايتي شورا مشر وايي، د دې ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو درې سيمه ييز پوليس وژلي دي.

د ولايتي شورا مشر افسر خان، پژواک خبري اژانس ته وويل، د جاني خېلو په شاطورو سيمه کې وسله والو طالبانو نن مازيګر شاوخوا څلور بجې درې سيمه ييز پوليس وژلي او د هغوى وسلې يې هم له ځان سره وړې دي.

د جاني خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکى نظرالدين هم وايي، چې دغه پوليس هغه مهال د طالبانو له لوري ووژل شول، کله يې چې خپلې پوستې ته له چينې څخه اوبه وړې.

ده زياته کړه، وژل شوي درې واړه سيمه ييز پوليس د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

وسله والو طالبانو بيا د دې پېښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې پر يوه هټيوال په خپله هټۍ کې چاودېدونکي توکي چاودلى، چې له امله يې دى وژل شوى او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.

د برکي برک ولسوال محمد رحيم امين، پژواک خبري اژانس ته وويل، يو تن هټيوال چې په خپل دوکان کې يې چاوديدونکي توکي او ماينونه ساتلي وو او غوښتل يې چې له وخت په استفادې امنيتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى کړي.

ده زياته کړه، دغه ماينونه په خپله پر هغه چاودېدلي، چې په خپله دى په کې وژل شوى او دوه نور عام وګړي په کې ټپيان شوي دي؛ دغه راز درې نور دوکانونه هم له منځه تللي دي.

د هغه په وينا، دغه هټيوال د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول سيمه ييزو پوليسو ته د ماينونو د خښېدو په بدل کې له وسله والو طالبانو پيسې ترلاسه کولې.

ولسوال وايي، دغه هټيوال نوريالى نومېده او د ولسوالۍ اړوند د برکي راجان په بازار کې يې د دوکاندارۍ ترڅنګ وسله والو طالبانو سره د پيسو په بدل کې ورانکارې کړنې ترسره کولې.

دى زياتوي: ((يواځې سږکال په دې بازار کې د ماين څلور چاودنې شوي او له امله يې سيمه ييزو پوليسو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، نو داسې ښکاري چې په تېرو پېښو کې هم د نوموړي  هټيوال لاس وي.))

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.