غزني ښار(پژواک، ۲۶ زمری ۹۴): د کورنيو چارو وزير وايي چې پاکستان افغانستان ته د داعش په نوم وسله وال را استوي ترڅو دلته امنيتي حالات له ستونزو سره مخ کړي.
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي د زمري په ٢٦مه غزني ولايت ته د امنيتي حالاتو د څېړنې په موخه ورغلى و.
په غزني کې علومي خبريالانو ته وويل چې په دې وروستيو کې پاکستان د تور بيرغ لاندې يو شمېر ازبک، چيچنايي، تورکمن او نور وسله وال د داعش په نوم را استولي، ترڅو د افغانستان امنيتي وضعه پرې ګډه وډه کړي.
ده وويل : (( دغه کسان راغلي ترڅو سپين بېرغ ښکته او تور بيرغ پورته کړي.))
خو هغه وايي چې دم ګړۍ د هېواد په نهو ولايتونو کې د افغان ځواکونو له لوري د داعش ډلې پر وړاندې پوځي عمليات روان دي.
د کورنيو چارو وزير وايي چې افغان ځواکونو ته امر شوي، ټول هغه کسان ووژني چې بې ګناه افغانان وژني.
علومي وويل چې د غزني د قره باغ، ناوې او جاغوريو ولسواليو ترڅنګ د دې ولايت د نورو ولسواليو د امنيت د ټينګښت لپاره هم پلانونه لري.
د غزني د ناوې ولسوالۍ د تېرو ١٣کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده ، خو د روان کال په پيل کې د څو ورځو لپاره ياده ولسوالۍ امنيتي ځواکونو ونيوله.
په ياده غونډه کې د غزني سرپرست والي موسي خان اکبرزاده وويل چې حکومتي چارواکي بايد د غزني د امنيت ټينګښت ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه : (( که څه هم د غزني امنيتي حالات ډير بد نه دي خو بياهم ستونزې شته چې بايد ورته پاملرنه وشي.))
دغه راز په دې غونډې کې قومي مشر حاجي عبدالاحد وويل چې په غزني کې د پوليسو لږ تشکيل، د سيمه ييزو پوليسو او نورو وسله والو شتون د دې لامل شوى، چې په دې ولايت کې امنيتي ستونزې ډيرې شي.
ده وويل : (( له سيمه ييزو پوليسو خلک په تکليف دي دوی روزل شوي نه دي، په قانون نه دي خبر او دلته يو شمېر وسله وال هم شته چې له خلکو په زور پيسې اخلي.))
login or register a new account.