Language

په وردګو او لوګر کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ميدان ښار- پل علم (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): په ميدان وردګو ولايت کې د  بهرنيو ځواکونو په بې پيلوټه هوايي بريد کې اووه وسله وال وژل شوي، بلخوا د لوګر چارواکو هم د دوو طالب قوماندانانو  د وژلو خبر ورکړى دى.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي  د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د دايميرداد ولسوالۍ د الکه په سيمه کې هوايي بريد کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د يوه قوماندان په ګډ‌ون پنځه وسله وال وژل شوي دي.

دغه راز خوږياڼى وايي چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د چک ولسوالۍ د بيک سمند په سيمه کې هم هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې يې يو طالب قوماندان له خپل يوه ملګري سره وژل شوى دى.

د والي وياند وايي چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د لوګر چارواکي وايي چې د يوې نښتې په ترڅ کې يې يو طالب قوماندان او د هغه مرستيال يې وژلي دي.

د دغه ولايت د برکي برک ولسوال محمدرحيم امين پژواک اژانس ته وويل چې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان ملا وزير چې په بهاءالدين مشهور و، له خپل مرستيال قاري نصرت الله او دوو نورو ملګرو سره په موټر کې روان و، چې د يحيى خېلو په سيمه کې د پوليسو تر بريد لاندې راغلل.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ياد قوماندان له خپل مرستيال سره وژل شوى او دوه نور ملګري يې ژوبل شوي دي.

ولسوال وايي چې وژل شوى طالب قوماندان پر خلکو ظلمونه کول او په وژل کېدو به يې سيمه امنه شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.