Language

ګومل کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه (پژواک،٢٩زمرى٩٤): د پکتيکا ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې له امله يې دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان پاسوال علي مست مهمند د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو په ګومل ولسوالۍ کې د پوليسو پر اکمالاتي کاروان بريد کړى دى.

هغه وايي چې په ياد شوي بريد کې يو پوليس او درې طالبان وژل شوي او يو پوليس او څلور طالبان ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې د ياد شوي بريد پر مهال د پوليسو يو موټر هم له منځه تللى ، خو د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې تېره ورځ طالبانو د خان ځلا په سيمه کې د پوليسو پر کاروان بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې اتلس پوليس او دوه طالبان وژل شوي او لس پوليس او دوه طالبان ټپيان شوي دي.

ګومل ولسوالۍ د پکتيکا له ناامنو او لرو پرتو ولسواليو څخه ده چې مخابراتي شبکې هم په کې کار نه کوي.

login or register a new account.