ښرنه(پژواک،٣٠زمرى٩٤): د پکتيکا ولايت په سرروضې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې له امله د يوه ښوونځي درې زده کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د سرروضې ولسوالۍ د پوهنې امر محمد اقبال د زمري په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښته کې د سرروضې ولسوالۍ د حيات بابا لېسې درې زده کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي دى.
هغه زياته کړه : ((د هاوان يوه مرمۍ پر مکتب لګېدلې چې درې شاګردان يې وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.))
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې وژل شوي درې واړه ماشومان دي او عمرونه يې له دوولسو کلونو څخه کم دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ياد ماشومان د دويم، څلورم او شپږم ټولګي زده کوونکي وو.
دغه راز د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست وياند محمد الله هم پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې زده کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي دى.
هغه زياته کړه : (( خلکو راته وويل چې د هاوان مرمۍ د طالبانو له خوا توغول شوې ده.))
ده وويل چې ټپي ماشوم نږدې روغتيايي مرکز ته لېږدل شوى دى.
وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تراوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.