ښرنه (پژواک ٣١ زمرى ٩٤): د پکتيکا ولايت په سرروضې ولسوالۍ کې خلکو د وسله والو مخالفينو له لوري د درېيو ماشومانو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.
دغه لاريون چې د ولسوالۍ په سرروضي کلي کې ترسره شو، چې لسګونو لاريون کوونکو په کې له ځان سره د تېرې ورځې د ښوونځي د وژل شويو ماشومانو انځورونه او ((مرګ دې وي په پاکستان، وسله والو طالبانو، پنجابيانو)) شعارونه لېږدول.
د لاريون يوه ګډونوال او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدعلي پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو د پاکستان د آی، ايس، آی په مرسته د عامو خلکو په وژنې لاس پورې کړی او په تېره يوه ورځ کې يې د دې ولسوالۍ شپږو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ده زياته کړه: ((تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د تذکرو د مدير درې زامن او دوه نور هلکان چې عمرونه يې د ۶ ـــ ۱۴ کلونو ترمنځ وو، غره ته د بوټو د راوړلو لپاره تللي وو، چې د وسله والو طالبانو له لوري لومړی وهل شوي او بيا د راکټ په واسطه ويشتل شوي، چې درې تنه په کې وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.))
د نوموړي په خبره، دغه راز تېره ورځ د وسله والو طالبانو له لوري د هاوان يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې، چې يو د پاخه عمر سړى او يو ماشوم په کې سخت ژوبل شوي دي.
محمد علی وايې، خلک له جنګ جګړو ستړي شوي دي، تل د دوی اولادونه په وينو سره پراته وي او کورنۍ يې د غم په ټغر ناستې وي.
د سرروضې ولسوال وايي، وژل شوي درې واړه ماشومان د سرروضي د کلي اوسېدونکي دي، چې د وسله والو طالبانو له لوري په قصدي توګه وژل شوي دي، ځکه يې نن خلکو په لاريون لاس پورې کړ.
هغه لاريون کوونکو ته ډاډ ورکړ، چې افغان امنيتي ځواکونه به د خپلو خلکو ساتنه کوي او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به د خپلو خلکو د امنيت خوندي کولو هڅې کوي.
لاريون کوونکو له افغان دولت څخه وغوښتل، چې نور دې د پاکستان پر وړاندي جدي دريځ غوره کړي او په جنګ کې يې له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې د بې ګناه عامو وګړو ژوند ته درناوی ولري.
د لاريون کوونکو په خبره، که د بيا لپاره داسې پېښېږي، دوی به په خپله سيمه کې ملي پاڅون وکړي.
login or register a new account.