غزني ښار (پژواک ۳۱ زمرى ۹۴) چارواکي وايي، وسله والو طالبانو درې سرحدي پوليس چې تېره اونۍ يې د غزني ـ پکتيکا د لويې لارې له اوږدو څخه تښتولي وو، نن يې وژلي دي.
د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو څو ورځې مخکې د دې ولايت د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې د غزني ـ پکتيکا د لاري له اوږدو څخه د پکتيکا ولايت اړوند درې سرحدي پوليس، چې له رخصتۍ څخه وروسته بېرته دغه ولايت ته پر لاره وو، له موټره کښته کړي او له ځان سره بېولي وو.
ده زياته کړه، وسله والو دغه درې واړه سرتېري له تښتولو وروسته، نن د اندړو ولسوالۍ اړوند په بسانه سيمه کې وژلي دي او جسدونه يې هم هلته اچولي وو.
د هغه په خبره، د سره صليب کارکوونکي سيمې ته د دغو سرتېرو د جسدونو د را لېږدولو په موخه تللي دي.
د اندړو ولسوالۍ د بسانې سيمې يوه اوسېدونکي نور رحمن، پژواک ته وويل، طالبانو نن غرمه مهال درې جسدونه چې خړې نظامي دريشې يې په تن وې، ور وړي وو.
دي وايي: "زيات شمېر طالبان وو او ټولو ويل چې هرڅوک په پوليسو کې ودرېږي، نو حال به يې دا ډول وي."
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.