Language

هرات او تخار کې درې دولتي کسان او دوه ملکي وګړي وژل شوي

تالقان- هرات (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): نامعلومو وسله والو د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې يو څارنوال وژلى او دوه پوليس يې ټپيان کړي، بلخوا په هرات ولايت کې طالبانو دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د تخار د رستاق ولسوال محمد حسين پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د تحقيق څارنوال او دوه پوليس د ګذر سيمې ته د يو کور د تلاشۍ په موخه ورغلي وو.

هغه وايي چې د بېرته راستنېدو پر مهال په همدې سيمه کې نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې دي.

هغه زياتوي چې په ډزو کې څارنوال او دوه پوليس ټپيان شوي خو وروسته په روغتون کې څارنوال ساه ورکړې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې د يادو کسانو د نيولو په اړه پوليسو پلټنې روانې کړې دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو د هرات په چشت شريف ولسوالۍ کې يو موټر چلوونکي او شاګرد يې وژلي دي.

د چشت شريف سرپرست ولسوال احمدفرهاد خادمي پژواک ته وويل چې  تېره ورځ طالبانو د اسفرز له سيمې د ټانکر موټر چلوونکي او شاګرد يې تښتولى و.

د هغه په وينا، طالبانو تېره ورځ د يادو کسانو ټانکر موټر ته اور اچولى و  او نن يې دغه دوه کسان وژلي دي.

ده وويل چې د يادو کسانو جسدونه د خواجه عثمان له کوتل څخه ترلاسه شوي دي.

خو د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي بيا وايي چې د يادې پېښې په اړه کره معلومات نه لري خو پوليسو ته دنده ورکړل شوې چې دغه پېښه تعقيب کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

عزيز اشنا او ستورى کريمي

login or register a new account.

Related Topics