پل علم (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): ملي امنيت د لوګر په مرکز پل علم کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د دغه ولايت د پاڅون کوونکو مشر نيولى دى.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار قاري محمد ورا پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ملي امنيت د دغه ولايت د پاڅون کوونکو د مشر فرهاد اکبري پر کور عمليات کړي دي.
د هغه په وينا، ملي امنيت فرهاد اکبري له ځان سره وړى او تر اوسه معلومه نه ده چې په کوم تور يې نيولى دى.
د فرهاد اکبري ورور سيد توريالي اغا پژواک ته وويل: ((بېګا شاوخوا اته بجې زموږ کور ته د ملي امنيت کسان راغلل، زموږ کور يې لټ په لټ کړ، مخابرې او وسلې يې واخيستې زه او فرهاد اکبري يې له ځان سره د لوګر د ملي امنيت رياست ته راوستو.))
هغه زياتوي: ((زه يې سهار اته بجې راخوشى کړم خو د فرهاد اکبري په اړه معلومات نه لرم چې لوګر کې دى او که يې کابل ته وړى دى.))
د لوګر د والي وياند سليم صالح هم د فرهاد اکبري نيول کېدل تاييدوي او وايي چې ملي امنيت اکبري له ځان سره کابل ته وړى دى.
د فرهاد اکبري د کورنۍ د معلوماتو له مخې، اکبري شاوخوا څلور کاله وړاندې د لوګر د مرکز پل علم په کلنګار سيمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې مبارزه پيل کړه.
هغوى وايي چې په دې موده کې د اکبري د مور په ګډون د کورنۍ درې غړي په دې مبارزه کې وژل شوي دي.
ملي امنيت تر اوسه د فرهاد اکبري د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP