Language

د لوګر په څرخ کې يو زيارت پر بمونو الوځول شوى

پل علم (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفينو يو زيارت پر بمونو الوځولى دى.

د لوګر د والي وياند محمدسليم صالح د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې وسله والو مخالفينو د څرخ ولسوالۍ د ګرم اباد په سيمه کې د شاه خلوتي په نوم زيارت پر بمونو الوځولى دى.

د هغه په وينا، د دغه زيارت په الوځولو کې د مولوي شعيب په نوم د دولت يو وسله وال مخالف لاس لري.

صالح وايي چې د مولوي شعيب د نيونې لپاره امنيتي ارګانونو هڅې پيل کړې دي.

د څرخ ولسوال خليل الله کمال هم پژواک ته وويل چې شاه خلوتي زيارت نن سهار د دولت وسله والو مخالفينو الوځولى دى.

هغه زياته کړه: ((د زيارت الوځولو د خلکو احساسات را پارولي او ډېر سخت وسله والو مخالفينو ته په قهر دي.))

ده وويل چې وسله والو مخالفينو ياد زيارت کې بمبونه خښ کړي وو او زوروره چاودنه يې وکړه چې په ترڅ کې زيارت ټول ويجاړ شوى دى.

د يادې سيمې اوسېدونکي او د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ  رياست پخواني مشر محمدظاهر صديقي دغه پېښه په کلکه وغندله او پژواک ته يې وويل: ((مخالفينو دا کار ښه نه دى کړى، دغه زيارت ته خلکو ډېر درناوى درلود او له لرو پرتو سيمو څخه هره ورځ لسګونه کسان دې زيارت ته د دعا لپاره راتلل.))

هغه له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د دغه شان پېښو د مخنيوي لپاره اړين تدابير ونيسي.

وسله والو طالبانو او يا هم دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.