Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د يوې کورنۍ څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ٢ وږى ٩٤) : چارواکي وايي چې د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې پر يوه کور د مرمۍ لګېدلو له امله څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د مهترلام ښار اړوند د بصرام په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې يوه مرمۍ د سيمې د يوه اوسېدونکي پر کور لګېدلې چې له امله يې يوه مېرمن وژل شوې او درى تنه نور ټپيان دي.

د مهترلام د ملکي روغتون رييس ډاکتر عطاء الله پژواک ته وويل، دوى ته درى ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې ښه نه دي.

د امين الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د هاوان مرمۍ د ده د خور پر کور لګېدلې چې له امله يې خور وژل شوې، دوه لوڼې او خاوند يې ژوبل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.