Language

کاپيسا کې يو قاتل پر ١٩ کاله بند محکوم شو

محمودراقي (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د کاپيسا په اول کوهستان ولسوالۍ کې يو تن د خپلې مېرمنې د وژنې او د روژې خوړو په جرم د لومړنۍ محکمې لخوا پر ۱۹ کاله او ۶ مياشتو بند محکوم شو.

د کاپيسا د اول کوهستان ولسوالۍ چارواکي وايي چې دوی په ياده ولسوالۍ کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق دوږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې په يوه علني محکمه کې يوتن چې خپله ښځه يې وژلې ده، پر ١٩ کلونو بند محکوم شو.

هغه زياته کړه چې دغه تن د تېرې روژې په مياشت کې خپله مېرمن پر ډزو وژلې وه .

دى وايي: ((خاوند له خپلې مېرمنې په روژه کې د خوړو غوښتنه کړې وه،‌ خو کله چې يې مېرمن انکار کړى و، نو پر مېرمنې يې ډزې کړې او هغه يې وژلې وه.))

د ولسوال په وينا، نن د علني محکمې پر مهال د قاضي له خوا ياد خاوند د خپلې مېرمنې پر ١٩ کلونو بند او د روژې خوړلو په جرم پر ٦ مياشتو بند محکوم شو.

 

بلخوا د کاپيسا د ښځو چارو رييسه صيفوره کوهستاني وايي، چې د مېرمنو د تاوتريخوالي پر وړاندې ټولې ادارې خپل قوانين پلي کړي نو د يادو پېښو ګراف به راښکته شي.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې د دې ډول جزاګانو او علني محکمو ګټه به دا وي چې نور څوک به دا ډول جرمونو ترسره کولو ته زړه نه ښه کړي.

د نوموړې په وينا، د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي .

د طارق په نوم د دغه ولايت د مدني ټولنې يوه غړي د دې ډول علني محکمو هرکلى کوي او وايي چې له دې سره جرمونه کېږي.

 

login or register a new account.

Related Topics