Language

جنبش ګوند: پاکستان په افغانستان کې قومي جګړو ته لمن وهي

مزارشريف (پژواک، ٣ وږى ٩٤): د جنبش ګوند د مرکزي شورا رييس عزيزالله کارګر وايي چې پاکستان په افغانستان کې قومي جګړو ته لمن وهي.

نوموړي دغه څرګندونې د وږي په ٣مه د هغې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې چې په مزارشريف کې په شمال کې د ولسمشر د لومړي مرستيال په مشرۍ د روانو عملياتو په ننګه او د پاکستان پر خلاف جوړه شوې وه.

عزيزالله کارګر وويل چې نننۍ غونډه يې د افغان ځواکونو په ملاتړ او د پاکستان په خلاف جوړه کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې د ولسمشر مرستيال جنرال دوستم د امنيت شورا په پرېکړه او د ولسمشر اشرف غني په امر شمال ته د وسله والو طالبانو د ځپلو او امنيت په موخه عمليات پيل کړي دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په فارياب کې د ولسمشر لومړي مرستيال وسله والې ملېشې جوړې کړي، وويل: ((د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه نو اوس جنرال دوستم ملېشه جوړونې ته څه اړتيا لري، ټول افغان ځواکونو ورسره دي او د دښمن په ځپلو اخته دی، دغه ډول تبليغات د پاکستاني جاسوسانو له خوا د پاکستان پر مټ کېږي.))

کارګر وويل چې پاکستان هڅه کوي د ورته تبليغاتو له لارې په افغانستان کې د قومي جګړو لپاره زمينه سازي وکړي.

نوموړي زياته کړه چې تېره ورځ دوستم په قيصار کې درى ازبک وسله وال طالبان ونيول او امنيت ته يې وسپارل.

د هغه په وينا، په فارياب کې د ولسمشر لومړي مرستيال د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي او هغه که  له هر قوم سره تړاو ولري نو د افغانستان دښمن به وي.

د دې غونډې بل ويناوال، په بلخ کې د جنبش ګوند لوړپوړي غړي نجيب الله کارګر پژواک ته وويل، په شمال کې چې هم کوم کسان د وسله والو طالبانو په نامه د سيمې د امنيت د خرابېدو په هڅو کې دي، دوی ټول په پاکستان کې تروريستي روزنې ويني او د افغانستان شمال ته د جګړې لپاره استول کېږي.

login or register a new account.

Related Topics